د تخار والي او د دشت قلعې ښکتني پنج سیندیزې فرعي حوزې رئیس د آی خانم بندر په ساحه کې د تحکیماتي پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۰:۱۷
1

د تخار والي الحاج مولوي عبدالله امین زاده، د دشت قلعې ښکتني پنج سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر عبدالواحد رجب او د یاد ولایت یو شمیر نورو مسئولینو د تخار ولایت دشت قلعې ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د آی خانم بندر په ساحه کې د تحکیماتي پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې پر مهال، د دشت قلعې ښکتني پنج سیندیزې فرعي حوزې رئیس د نوموړې پروژې په هکله بشپړ معلومات د تخار له والي سره شریک کړل او د تخار والي د نوموړې پروژې د چارو له بهیر څخه خوښې څرګنده کړه او د یادي حوزې له مسئولینو سره یې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

بیرته تګ

User account menu