د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل پلاوي د نهر شاهي کانال اړوند د فرعي ویالو د لاینینګ پروژې د روانو چارو څخه څارنه وکړه
د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئيس، مولوی موسی جان حقبین او ورسره مل پلاوي په یاد ولایت کې د نهر شاهي کانال اړوند په شیرآباد کلي کې د فرعي ویالو د لاینینګ پروژې د روانو چارو څخه څارنه وکړه او اړونده مسئولینو ته یې د اړتیا وړ لارښونې وکړې.
د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د هبیتات دفتر او WFP سازمان په همکاري سره ترسره کېږي.
همدارنګه، د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئیس د مرزایي او تخای بخای ویالو د کروندګرو تر منځ د حقابې لانجه د ښکیلو خواوو په شتون کې هواره کړه.
