د بغلان سیندیزې حوزې رئيس له یو شمير میرابانو او مشرانو سره وکتل
بغلان سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولوي محب الله عادل د اجمیر کانال له یو شمېر میرابانو او د هغه ولایت له مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د یاد کانال میرابانو او مشرانو خپلې ستونزې له ښاغلي عادل سره شریکې کړې او د هوارولو غوښتنه یې وکړه.
د بغلان سیندیزې حوزې رئيس له هغوی سره د ستونزو د هوارولو په برخه کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د همکاري ژمنه وکړه.
