د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس او ورسره مل ټیم د برېښنا انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې او د فعالیتو د ارزونې په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۲۵
1

د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس محترم دولت خان حقیار او ور سره مل د برېښنا انرژي د چوپړونو د تنظیم عمومي ریاست تخنیکي ټيم د برېښنا  انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې ، د هغوی د فعالیتونو د ارزونې او د دغه شرکتونو د فعالیتونو د قانوني کېدو په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي حقیار او ورسره مل ټیم په دغه سفر کې د لوګر له مرستیال والي او د لوګر ولایت د اوبو او انرژي له رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده سره وکتل او د لوګر ولایت د برېښنا انرژي وضعیت او په دې برخه کې شته ننګونې و څېړلې او د هغو شرکتونو لپاره چې د برېښنا انرژي چوپړونه وړاندې کوي، د جواز په ترلاسه کولو باندې ټینګار وشو.

همدارنګه، نوموړو مسؤلینو په دغه سفر کې د یو خصوصي شرکت فعالیتونه چې د لمریزې برېښنا په برخه کې فعالیت کوي، وڅېړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image
جمعه ۱۴۰۴/۴/۲۰ - ۱۵:۵۲
Background image

د یتیمانو پر شونډو د موسکا شیبې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر، محترم...

بیرته تګ

User account menu