د برېښنا انرژي د مارکېټ تخنیکي رئيس په کندز ولایت کې د افغان یار حنظله د برېښنا د تولید له بند څخه لیدنه وکړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۹:۵
1

د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم د لوی ریاست د پلان له مخې د هغو شرکتونو د څارنې، ارزونې او بیاکتنې په موخه چې د برېښنا انرژي عرضه کوي، د برېښنا انرژي د مارکېټ د تخنیکي رئیس محترم انجنیر همت الله امین زي په مشري یو تخنیکي پلاوي کندز ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د دشت ارچي ولسوالي په حصاره سیمه کې د افغان یار حنظله د برېښنا د تولید له بند څخه لیدنه وکړه.

دغه کاري ټیم د خپل سفر په څنډه کې د پنج آمو سیندیزې حوزې له لوی رئیس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت سره وکتل.

په دې ناسته کې د هر اړخیزو موضوعاتو او معلوماتو تر څنګ د نظر تبادله وکړه او د کندز په ولایت او اړوندو ولسوالیو کې د تخنیکي معلوماتو د راټولولو په موخه یې د برېښنا خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست له خوا ترتیب شوي فورمو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

همدارنګه د کندز د برېښنا لخوا شرشره بند د امانت اخیستل شويو ترانسفرمرونو موضوع او نورو تخنیکي جزئیاتو د روښانه کولو په موخه ګمارل شوي ټیم د کندز برېښنا له رئیس سره ناسته وکړه او د همدغو بحثونو په ترڅ کې یې د کندز برېښنا له لوري دوه تنه استازي د دشت ارچي ولسوالي د شرشرې سیمې ته له مؤظف ټيم سره واستول چې ساحه له نږدې وویني، چې په نتیجه کې پلاوی سیمې ته لاړ او ساحه کې یې اړوندې موضوع ته رسیدګي وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۲۰:۵۱
Background image

په اوبو او انرژي وزارت کې د قرآن عظیم الشان ختم وشو.

۱۱/۹/۱۴۰۴ ه ش

د وزیرصاحب د روغتیا موندنې دشکرانې په پار د اوبو او انرژي وزارت کې

 د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم د اوبو او انرژي  وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، مولوی  محمد نقیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۳۸
Background image

په خوست ولایت کې د اوبو سرچینو سروې او معلومات را ټول شول.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم  لخوا د ۷ هایدرومیتورولوژي استیشنونو او ۳۸ څارنیزو خصوصی څاګانو خام معلومات راټول شول ، همداراز د مرکز په شمول د ټینو او ګربزو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۴
Background image

د بامیان ولایت مرکز کې د حمامونو څارنه ترسره شوه.

د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د څارنې ټيم ددغه ولایت په مرکز کې د ۶ بابه حمامونو څارنه وکړه.

یاد ټیم د حمامونو خاوندانو ته د اوبو په استعمال کې د سپما په هلکه اړینې لارښوونې. . .

بیرته تګ

User account menu