د برېښنا انرژي د مارکیټ تخنیکي رئيس او ورسره مل پلاوي د میدان وردګ له والي سره وکتل

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۵
۱

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د برېښنا انرژي د مارکیټ تخنیکي رئيس محترم انجنیر همت‌الله امین‌زي او ورسره مل پلاوي میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د میدان وردګ د اوبو او انرژي د رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم په ملتیا د میدان وردګ له والي محترم قاري بختیار معاذ سره وکتل.

په دغه لیدنه کې یاد پلاوي د میدان وردګ له والي سره د برېښنا انرژي د ښه تنظیم، په دغه ولایت کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې او د هغوی د فعالیتونو د ارزونې له لارې د یادو شرکتونو د فعالیتونو د قانوني‌کولو، د تخنیکي خوندیتوب د مراعاتولو او د انرژي په سکتور کې د متشبثینو د هڅونې په هکله هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

دغه راز نوموړي پلاوي د میدان وردګ له والي څخه وغوښتل چې نوموړې موضوع دې د ولایت په اونیزه اداري ناسته کې هم مطرح کړي، ترڅو د ولایت له آدرسه ټولو اړوندو ادارو ته ورسول شي.

په ورته مهال، د میدان وردګ والي نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅه او هاند و نه‌سپموي.

له بلې خوا، د میدان وردګ ولایت په مرکز کې د انرژي کمېټې څلورمه تخنیکي ناسته د میدان وردګ د اوبو او انرژي ریاست تر مشري لاندې د دغې کمېټې د غړو او د وزارت د برېښنا انرژي د مارکیټ د تخنیکي رئيس او ورسره مل پلاوي په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې په میدان وردګ ولایت کې د برېښنا رسونې په برخه کې د فعالو شرکتونو پېژندنه، د هغوی د فعالیتونو ارزونه او د رسمي جواز د تر لاسه کولو او د قانون په چوکاټ کې د ثبت او راجستر پروسې عملي کولو، د برېښنا انرژي د اغېزمن تنظیم، د برېښنا انرژي د نشتوالي ستونزو د حل لارو، چارو او د برېښنا رسوني اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu