د بخش آباد بند د چارو د پرمختګ او د وضعیت د څېړلو او ارزولو په موخه د لا ښې همغږۍ ناسته وشوه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۴
131

د فراه ولایت د بخش آباد بند د چارو وضعیت د پرمختګ د څېړلو په موخه د همغږۍ ناسته د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجنیر خان محمد تکل په مشرئ د دغه ولایت د ولس استازو او قومي مشرانو، د ادارې د تخنيکي ټيم او قرار دادي شرکت په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د بخش آباد بند پروژې د کار عملي چارو په وضعیت او د کار په چټکتیا بحث او خبرې اترې وشوې.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د پروژې د ارزښت یادولو تر څنګ د کار په چټکتیا ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې یاده جلسه دې د تیر په څېر د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه په دوامدر ډول دوام پيدا کړي.

په ورته وخت کې د فراه ولایت د ولس استازو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د کار ارزښت ته په پام سره وویل چې د چارور لا ښه پرمختګ په موخه هر ډول همکارۍ ته ژمن دي.

یاده دې وي، چې د بخش آباد د اوبو لګولو او برېښنا بند به له رغونې وروسته د ٢٧ میګاواته بريښنا تولید ارزښت ولري، ۱۳۶۴ میلیونه متره مکعب اوبه به ذخیره کوي او ۶۸ زره هکټاره ځمکه به خړوبوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu