د بخش آباد بند د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۴:۵۶
741

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل، د فراه ولایت د بخش آباد بند د ستونزو د حل په موخه د دغه ولایت د ولس استازو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې ناسته کې د فراه ولایت د ولس استازو او قومي مشرانو د اوبو مدیریت پراختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې د ښاغلي تکل اراده او هڅې وستايلې او د بخش اباد بند د ستونزو د حل غوښتنه او دغې برخې ته یې د جدي پاملرنې هیله وکړه.

ښاغلي تکل د فراه ولایت د ولس استازو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې تر توانه به د بخش اباد بند د ستونزو حل لپاره هڅه وکړي او دغه موضوع به تعقیب کړي.

بخش آباد بند چې د هېواد یو له سترو او با ارزښته بندونو څخه دی، اوس مهال یې انحرافي تونلونه تر کار لاندې دي چې په نوبت سره به د بند په ټولو برخو کار پيل کیږي.

دغه بند د اوبو مدیریت، د ځمکو خړوبولو، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پياوړتیا او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه جوړیږي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۲۸
Background image

د جوزجان ولایت د قوش ‌تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د پروژې تړون د څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.

 

۲ / ۱۰ / ۱۴۰۴

د جوزجان ولایت قوش تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د سترې پروژې تړون، څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو (۲۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو معادل) په مجموعي ارزښت ، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۴۱
Background image

درنو هېوادوالو!

په څو شېبو کې به د اوبو او انرژي وزارت او سټیټ کارپس شرکت تر منځ د ٢٨.٤   میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت  قوش تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې د تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د شاهي کانال پروژې ساختماني چارو له روان بهیر څخه  لیدنه او څارنه وشوه.

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشدي په مشرۍ تخنیکي ټیم الینګار ولسوالي کې  د شاهي کانال له روانو کارونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په ساحه کې کندن‌ کاري او ( پي، سي، س. . .

بیرته تګ

User account menu