د بامیان ښار هایدروجیولوجیکي مطالعات او جیو فزیکي څېړنې ترسره شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۳۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د بامیان ښار د ځمکې لاندې اوبو سرچینو او ځمکې پوړونو د جیولوجیکي جوړښت د پېژندنې او ارزونې په موخه، د دې ښار په مرکزي سیمو کې هر اړخیزه جیوفزیکي څېړنې ترسره کړې.

دغه څېړنې چې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاست د څېړنیز ټیم له لوري په  ۱۴۰۳  هـ ل کال کې ترسره شوې، د ځمکې اوبه‌لرونکو پوړونو د پنډوالي او د اوبو سرچینو له پلوه د زیانمنېدونکو سیمو د پېژندنې او جوړښت لامل شوې.

د اوبیزو سرچینو د پیاوړتیا او له مازادو سطحي اوبو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه وړاندیز وشو، چې د عیسی خان ښارګوټي په سیمو کې د یو کانال د کښلو سره یو شمېر تزریقي څاګان وکيندل شي.

د دغو څېړنو تفصیلي راپور د اوبو سرچینو عمومي رئيس، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئيس او فني متخصصینو په شتون کې وړاندې او تر ارزونې لاندې ونیول شو.

د اوبو او انرژي وزارت په هېواد کې  د اوبو سرچینو د پایداره مدیریت او د دې حیاتي سرچینو د ساتنې لپاره اغېزمنو لارو چارو پلي کولو ته ژمن دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu