د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او پلازمینې زون د پراختیا ادارې ترمنځ د ګډو کاري سیمو پیژندنې په موخه د همغږۍ جلسه ترسره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او پلازمینې زون د پراختیا ادارې ترمنځ د ګډو کاري سیمو پیژندنې په موخه د همغږۍ جلسه ترسره شوه.
په دې جلسه کې د پلازمینې زون پراختیا ادارې استازو د یادې ادارې د موخې، رسالت، لیدلوري او کاري ساحو په اړه خپل پرزنټیشن وړاندې کیدو ترڅنګ د پلازمینې زون د پراختیا قانون مسوده او د هغې ادارې د اجراآتو د طرز او د دندو د تنظیم مقررې مسوده د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له مسؤلینو سره شریکه کړه، او د ګډ کاري ساحو او اړونده دندو د مکانیزم د څرنګوالی په اړه د هغو د نظریاتو غوښتونکي شول.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مسؤلینو د پلازمینې د پراختیا قانون مسؤدې او د اجراآتو د طرز او دندو د تنظیم مقررې مسؤدې د بډاینې په موخه د همکارۍ وعده وکړه.
همدا شان په دې جلسه کې د دواړو ادارو دمسؤلینو ترمنځ وعده وشوه چې ډیر ژر به د لا همکاریو په موخه به د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د پلازمینې پراختیا ادارې ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شي او یو ګډ تخنیکي ټیم به هم رامنځته شي.
داوبو چارو د تنظیم ملي اداره
