د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام WFP تر منځ د همغږۍ مشورتي ناسته تر سره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په خپل کاري دفتر کې چې د دغې ادارې یو شمېر مرکزي رئیسانو ګډون درلود، د خوړو نړیوال پروګرام WFP له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته تر سره کړه.
د خوړو نړیوال پروګرام چې په افغانستان کې د نورو برخو تر څنګ د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم کار کوي چې تر اوسه پورې یې په دغه برخه کې اړونده ادارو سره ګڼ شمېر پروژې تطبیق کړي دي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس ښاغلي بصیري د یادې مؤسسې هر کلی وکړ، د اقلیم بدلون ته په کتو یې د دغه مؤسسې مرستې اغېزمنې یادې کړې او د اقلیم بدلون په اړه یې خپل انديښنې او غوښتنې د مسؤلینو سره شریکې کړې.
د خوړو نړیوال پروګرام استازو د چاپېریال ساتنې او د اقلیم بدلون د مدیریت په برخه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ او په دغه برخه کې یې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رول اغېزمن یاد کړ.
په اخر کې پرېکړه وشوه، چې په دغه برخه کې د چارو چټکتیا او ښې همغږۍ لپاره به دواړه لوري دومداره ناستې ولري.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
