د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره کې د ګډو ابريزو د مديريت روزنيز پروګرام ترسره شو.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۳:۱۶
544

د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره کې د ګډو ابريزو د مديريت روزنيز پروګرام ترسره شو.

په دې ورکشاپ کې چې د خوراک او زراعت نړيوال سازمان په مالي مرسته او د اوبو د تنظيم لوی رئیس ښاغلي انجنير نعيم الله سالارزي او د اوبو لګولو او رسونې رئیس انجنیر وفي الله سيدي په ګډون تر سره شو. د کاپيسا ولايت څخه په تعداد د ۲۱ تجروبه لرونکو بزګرانو او د انجمنونو رئيسانو او غړو ګډون کړی وو.

ښاغلي سالارزي په دې جلسه کې د ابريزوو مديريت په برخه کې د خلکو همکاري يو ضروري امر ياد کړ او له دوئ يې غوښتنه وکړه تر څو د اوبو سرچينو مديريت کې برخه واخلي.

د يادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د ابريزوو د مديريت د اهميت، د باران د اوبو ټولو مختلف رسونه، د اوبو سرعت کنټرول په موخه د ساختمانونو جوړول، د ځنګلونو مديريت، علفچرونه او هغه عواملو پيژندنه چې ابريزه وو د تخريب لامل کيږي په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندې شول.

د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۲۸
Background image

د جوزجان ولایت د قوش ‌تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د پروژې تړون د څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.

 

۲ / ۱۰ / ۱۴۰۴

د جوزجان ولایت قوش تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د سترې پروژې تړون، څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو (۲۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو معادل) په مجموعي ارزښت ، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۴۱
Background image

درنو هېوادوالو!

په څو شېبو کې به د اوبو او انرژي وزارت او سټیټ کارپس شرکت تر منځ د ٢٨.٤   میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت  قوش تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې د تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د شاهي کانال پروژې ساختماني چارو له روان بهیر څخه  لیدنه او څارنه وشوه.

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشدي په مشرۍ تخنیکي ټیم الینګار ولسوالي کې  د شاهي کانال له روانو کارونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په ساحه کې کندن‌ کاري او ( پي، سي، س. . .

بیرته تګ

User account menu