د اوبو معین د دغه وزارت د سترو پروژو له مدیرانو سره د دغو پروژو د فزیکي چارو د پرمختګ او شته ستونزو د هوارولو په هکله خبرې، اترې وکړې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۳:۴۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو په شتون کې د پاشدان بند، بخش آباد بند، کجکي بند، کمال خان بند او د خروار بند د دوهمې برخې د حفظ او مراقبت پروژو له مدیرانو سره وکتل او د نوموړو پروژو د فزیکي چارو د پرمختګ او شته ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه ناسته کې، د نوموړو پروژو مدیرانو د پروژو د فزیکي چارو د پرمختګ او شته ستونزو په هکله اړین معلومات د اوبو محترم معین حضور ته وړاندې کړل.

په ورته مهال، د اوبو محترم معین د نوموړو پروژو د مدیرانو د راپور تر اورېدلو وروسته، هغوی ته د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا او د شته ستونزو د هوارولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست ۱۰۴۰ اصله مثمر او غیرمثمر نیالګي ووېشل

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د پاشدان او سلما بندونو او د کرخ، رباط آخند، هاشمي پله، رود ګز او خرچان سټیشنونو په سیمو کې ۱۰۴۰ اصله نیالګي چې د هرات ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۱۱
Background image

پکتیا ولایت کې د ۲۲ اوبو رسونې شبکو ډېټا را ټوله شوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د کابل عمومي سیندیزې حوزې ریاست د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت په شواک، ګرده څېړې او وزې ولسوالیو کې د ۲۲ اوبو رسونې شبکو ډېټا چې د دولتي او. . .

بیرته تګ

User account menu