د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د یاد معینیت د پروژو د وضعیت د څېړلو په هکله ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د اوبو معینیت د تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د پروژو د وضعیت د څېړلو، د ستونزو د هوارولو او د اوبو د تنظیم او مدیریت پورې اړوند نورو ورته موضوعاتو باندې بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د اوبو ښاغلي معین د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د معلوماتو تر څېړلو وروسته، هغوی ته د چارو د چټکتیا او ښه والي په موخه لازم هدایات او سپارښتنې وکړې.
