د اوبو لګونې کانالونو د سروې نویو فورمو د همغږۍ په اړه جلسه ترسره شوه.
د اوبو لګونې کانالونو د سروې نویو فورمو د همغږۍ په اړه جلسه ترسره شوه.
دا جلسه د اوبو چارد تنظیم ملي ادارې، د اوبو د سمون د لوی ریاست اړوند د اوبو لګونې او رسونې ریاست رئیس انجنیر وفی الله سیدي تر ریاست لاندې د فرعي حوزو ریسانو او نورو انجنیرانو په ګډون ترسره شوه.
دا فورم د اوبو لګونې کانالونو ټول معلومات لکه: د کانال عمومي معلومات، هایدرولیکي ودانۍ، د کانال سکیج، د اوبو د ویش مدیریت، اقتصادي شننه، د کرنیز سیستم معلومات، اوبو رسونې میتودونه، ساته او پاملرنه، اوبو لګونې انجمنونه، ستونزې او ننګونې او د اوبو لګونې کانالونو ټولنیز تاثیرات په ځان کې رانغاړي.
د جلسې په پای کې فیصله وشوه، چې حوزې دې د عمومي کانالونو بشپړ معلومات په دې فورم کې د پنځلسو ورځو په موده کې ترتیب او د بشپړیدو په موخه دې د اوبو د سمون لوی ریاست ته ولیږي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
