د اوبو لګولو د دوو پروژو هوکړه لیک د اوبو او انرژی په وزارت کې لاسلیک شوو.

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۲ - ۱۴:۲۰
mew

د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی اود گـټونکو شرکتونو د استازو لخوا د پکتیا ولایت ارګون ولسوالی د ذامه کانال د اعمارولو د پروژی هوکړه لیک او د هرات ولایت انجیل ولسوالی د جغرتان کانال د بیا رغونی هوکړه لیک لاسلیک شوو.
د اوبو او انرژی وزارت سرپرت ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی د پکتیا ولایت ارګون ولسوالی د ذامه کانال د اعمارولو د پروژی په اړه خبری وکړی او ویی ویل: دغه پروژه چې د اوبو او انرژی وزارت لخوا تمویل کیږي، د 3,907,200 افغانیو په ارزښت ده پخوا، د سیمې کانال 1000 هکټاره ځمکې خړوبولې او د دې سیمې د بیا رغونی څخه وروسته، د اوبو لګولو لاندې ساحه به 1400 هکټاره ځمکې ته لوړه شي کوم چی ۵۰۰ کورنی به د دی څخه ګټه پورته کړی او د ۹ میاشتو په ترڅ که به پای ته ورسیږی.
او د هرات ولایت انجیل ولسوالی د جغرتان کانال د بیارغونی هوکړه لیک د 77,527,051افغانیو په ارزښت د نړیوال بانک لخوا تمویل کیږی د دې کانال د بیارغونی څخه وروسته به د اوبو لګولو ساحو کې د 1,141 هکټارو څخه 1,318 هکټاره ځمکه زیاتوالی ومومی.
وروسته د ګټونکو شرکتونو استازو خبرې وکړې او ژمنه یی وکړه تر څو د هوکړه لیک سره سم عمل کول، په یو وخت کې او د غوره کیفیت سره د پروژو کار بشپړ کړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب لوګر ولایت ته سفر وکړ.

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده چې د وزارت د انجینری خدمتونو عمومي رئیس انجینراسدالله عمار د لوګر د فرعي سندیزې حوزې رئيس  ملا محمد اسمعیل اخندزاده او ورسره مل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۸
Background image

زابل ولایت کې یوه تحکیماتي پروژه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالي اړوند د سایکز سیمې تحکیماتي پروژه د ۳ میلیونه، ۱۹۰ زره او ۶۰۷ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې پروژه په ټوله کې ۲۶۰ متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

د پورتني کندز – بامیان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ارزونه ترسره شوه

د پورتني کندز – بامیان سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ارزونه د ریاست الوزرا د لوړ مقام د لارښوونې پر بنسټ د اړوندې کمېټې په همغږي سره په نوموړي ریاست کې ترسره شوه.

بیرته تګ

User account menu