د اوبو رسولو د  خصوصي شبکو د فعالیتونو د قانوني کولو په هکله داوبو معینیت تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۲:۹
1

د اوبو معینیت تخنیکي ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو په ګډون ترسره شوه او په دغه ناسته کې د اوبو رسولو د خصوصي شبکو د فعالیتونو د قانوني کولو او د اوبو تنظیم پورې اړوندو کړنلارو او لارښودونو د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، رئيسانو د هېواد په سترو ښارونو کې د اوبو رسولو د خصوصي شبکو د فعالیتونو د وضعیت په هکله معلومات وړاندې کړل او د قانوني کولو په موخه یې خپل اندونه د اوبو له معین سره شریک کړل.

د اوبو محترم معین د ناستې د غړو د راپورونو او اندونو تر ارزولو وروسته، د دغې موضوع د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۲۰:۵۱
Background image

په اوبو او انرژي وزارت کې د قرآن عظیم الشان ختم وشو.

۱۱/۹/۱۴۰۴ ه ش

د وزیرصاحب د روغتیا موندنې دشکرانې په پار د اوبو او انرژي وزارت کې

 د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم د اوبو او انرژي  وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، مولوی  محمد نقیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۳۸
Background image

په خوست ولایت کې د اوبو سرچینو سروې او معلومات را ټول شول.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم  لخوا د ۷ هایدرومیتورولوژي استیشنونو او ۳۸ څارنیزو خصوصی څاګانو خام معلومات راټول شول ، همداراز د مرکز په شمول د ټینو او ګربزو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۴
Background image

د بامیان ولایت مرکز کې د حمامونو څارنه ترسره شوه.

د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د څارنې ټيم ددغه ولایت په مرکز کې د ۶ بابه حمامونو څارنه وکړه.

یاد ټیم د حمامونو خاوندانو ته د اوبو په استعمال کې د سپما په هلکه اړینې لارښوونې. . .

بیرته تګ

User account menu