د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس د دغې ادارې د شپږو ریاستونو د کاري اجراآتو جریان او د چارو بهیر څخه کتنه او څارنه وکړه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست انجنیر خان محمد تکل د دغې ادارې د اوبو سرچینو لوی ریاست، د اوبو د تنظیم لوی ریاست، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو ریاست، د منځني کابل د فرعي سیندیزې حوزې ریاست، د اوبو لږولو او اوبو رسولو د تنظیم ریاست او د سطحي اوبو د سرچينو ریاستونو د چارو مخته وړلو په موخه د دوئ له دفترونو، شعبو، د کاري اجراآتو جریان، د کارمندانو د فعالیتونو بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس د دغو ریاستونو د چارو څارنې پر وخت، کار کوونکو ته د چارو ښه سمبالښت په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه ښاغلي تکل د اړونده ریاستونو د چارو جریان تر څنګ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له کتابوتون څخه لیدنه وکړه او په د دفتر ریاست کې يې د دغه کتابتون جوړېدل يو ګتور ګام یاد کړ.
