د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د پلازمینې پراختیا زون ادارې تر منځ د همغږۍ ناسته تر سره شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۳:۵۹
54

دغه ناسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د پلازمینې پراختیا زون ادارې عمومي رئيس نجیب الله شینواري او د دواړو ادارو یو شمېر رئيسانو او مشاورینو په شتون کې تر سره شوه.

په دغې ناسته کې د دواړو ادارو تر منځ د کابل ښار او د پلازمینې یو شمېر نورو ولایتونو کې د اوبو مدیریت په برخه کې په ګډې همکارۍ او همغږۍ خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو ارزښت یادولو تر څنګ د دواړو ادارو په ګډې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او د اوبو مدیریت یې یو ګډ مسؤلیت ياد کړ.

په عین حال کې د پلازمینې پراختیا زون ادارې عمومي رئيس ښاغلي نجیب الله شینواري د دواړو ادارو د ګډې همکارۍ او همغږۍ هر کلی وکړ او د دغې همکارۍ پر دوام یې ټينګار وکړ.

په دوام یې د دواړو ادارو یو شمېر رئیسانو او مشاورینو د اوبو مدیریت او پراختیای پروژو په اړه د د دواړو ادارو تر منځ د غوره همغږۍ او ګډې همکارۍ را منځته کول په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

په اخر کې پرېکړه پر دې وشوه چې یو ګډ ټيم دې په هوکړه لیک کار وکړي تر څو د دغه هوکړه لیک په واسطه د دواړو ادارو تر منځ د ګډې همکارۍ او همغږۍ څرنګوالی مشخص شي؛ همدارنګه یو بل تخنیکي ټيم جوړ شي تر څو د تخنیکي معلوماتو شریکولو او غوره همغږۍ په برخه کې لازم اقدامات پيل کړي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu