د اوبو د بندونو او د انرژي د تولید په سترو پروژو کې د پانګونې په موخه د اس ک ام ترکي شرکت له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۴:۴۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اس ک ام هواسلیک انونیوم شرکت د مدیره پلاوي له رئيس محترم دوکتور عباس رسول زاده فرساد او د ترکیې هېواد د بایوس انرژي شرکت له استازو سره د انرژي د تولید او د ذخیروي بندونو د جوړولو  په پروژو کې د پانګونې د پيل د همغږۍ په موخه بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه ناسته کې د دغه وزارت د سترو پروژو ارزښت ته نغوته(اشاره) وکړه او همدارنګه یې د باغدرې د برېښنا بند، د سروبي ۲ برېښنا بند او د شاه توت للندر د اوبو د ذخیره کولو بند پروژې نوموړي شرکت ته د پانګونې په موخه وړاندې کړې.

په ورته مهال، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو هم د پانګونې د پيل په موخه خپل چمتووالی څرګند کړ او هوکړه وشوه، چې د وزارت تخنیکي مسؤلین دې د نوموړو شرکتونو له مسؤلینو سره د پروژو معلومات شریک کړي او همدارنګه د پروژو له سیمو څخه دې هم لیدنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د اوبو او انرژي وزارت او د اس ک ام ترکي شرکت ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شوی او د نوموړي شرکت مسؤلینو د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۶:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان ولایت کې د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې بشپړې شوې

لغمان ولایت د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو سره په همغږي بشپړې شوې.

دغه کانال چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالي لري، د شاوخوا ۸۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۵۱
Background image

کاپیسا ولایت کې د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې پیل شوې

د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لاندنې پنجشیر – محمود راقي سیندیزې فرعي حوزې ریاست له مسؤلینو سره په همغږي پیل شوې.

نوموړی کانال چې ۲۰ کیلو متره. . .

بیرته تګ

User account menu