د اوبو او نرژۍ وزارت سرپرست د لغمان ولایت والي او یو شمیر مسؤلینو سره وکتل

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۵ - ۱۲:۳۹
27/10/2021

 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د لغمان ولایت والي ښاغلي قاري زین العابدین او د دې ولایت یو شمیر مسؤلینو سره وکتل او د دې ولایت شاهي کانال په اړه یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د لغمان ولایت والي او د دې ولایت د فرعي سندیزې حوزې یوشمیر تخنیکي مسؤلینو  د شاهي کانال د وضعیت راپور د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په حضور کې وړاندې کړ او د یادې پروژې د تطبیق غوښتوونکي شول.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي منصور د یاد کانال له اهمیته یادونه وکړه، او د لغمان ولایت والی او مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ چې د یاد کانال د کار دوام به ډیر ژر شروع شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu