د اوبو او برېښنا په برخه کې د سمنګان ولایت د خلکو ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۹:۵۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې د سمنګان له والي محترم مولوي عبدالأحد “فضلي” سره په داسې حال کې د یاد ولایت په مقام کې وکتل چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي موسی جان حقبین او د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي انس یې ملتیا کوله.

په دغه لیدنه کې، د سمنګان والي د اوبو او برېښنا په برخه کې د نوموړي ولایت د خلکو ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د سمنګان والي ته ډاډ ورکړ، چې د متوازنې پراختیا او شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د اوبو او برېښنا په برخه کې د نوموړي ولایت د خلکو ستونزو، وړاندیزونو او غوښتنو ته رسیدګي وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د اوبو او برېښنا په برخه کې  د نوموړ ولایتونو د خلکو د ستونزو، وړاندیزونو او غوښتنو د اورېدلو په موخه سفر کړی او د دغو ولایتونو له سیمه ایزو مسؤلینو، مخورو ، قومي مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره لېدنه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu