د اوبو او انرژي وزیر د هرات له والي سره وکتل
د اوبو او انرژي وزیر محترم ملا عبداللطیف "منصور" هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي شیخ الحدیث مولوي نوراحمد "اسلام جار" سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر مهمو موضوعاتو د هغوی له جملې څخه د ابګردان بندونو ته پاملرنه او د هریرود مرغاب د سیندیزې حوزې د ادارې د ستونزو د حل په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
