د اوبو او انرژي وزیر د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په اصلاحي او روزنیز سمینار کې مسؤلین او کارمندان مسؤلیت‌منلو، رښتینولي او اطاعت ته وهڅول

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۲۸
1

د دعوت او ارشاد اصلاحي او روزنیز سمینار د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د دغه وزارت د سلاکارانو، رئيسانو او کارمندانو په شتون کې د سې شنبې په ورځ( د ۱۴۰۴ هـ ل کال د تلې ۸) د وزارت د غونډو په عمومي تالار کې ترسره شو.

په دغه سمینار کې د اوبو او انرژي وزیر دنیوي ژوند د آخرت لپاره د ښو اعمالو کرونده او دارالاسباب وباله او ټولو کارمندانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ژوند په ټولو چارو کې ایمانداري، رښتینولي او شرعي اصول په پام کې ونیسي، ترڅو یې د دنیا او آخرت ښیګڼې په برخه شي.

هغه په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د رهبري د فرمانونو موخه په ځانګړې توګه د دیني لارښوونو په برخه کې د ټولنې په خیر او صلاح وبلل او ګډونوال یې وهڅول چې په بشپړه توګه د دغو فرمانونو اطاعت وکړي.

هغه زیاته کړه، چې د اسلام د ښمنانو ډېر وخت هم د روسانو د یرغل او هم د آمریکا او ملګرو د یرغل پر وخت، په افغانستان کې د اسلام د له منځه‌وړلو لپاره کوښښ کاوه او په دې برخه کې یې ویجاړونکي تاوانونه پر ځای پرې ایښې، له همدې کبله په ټولنه کې د دغو منفي اغېزو د له منځه‌وړلو لپاره، ښو کارونو ته رابلل او له بدو کارونو څخه راګرځول او نورې دعوتي برنامې د ټولنې له بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.

ښاغلي منصور، ترحم، شفقت، بښنه او خیر ښېګڼه د اسلامي سیاست له ځانګړتیاوو څخه وبلل او د دغه وزارت له ټولو مسؤلینو او کارمندانو څخه وغوښتل چې په ټولو دنیوي او اخروي چارو کې د اسلامي لارښوونو او شریعت سره سم عمل وکړي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز او د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف په دغه سمینار کې  د دعوت او ارشاد، امر باالمعروف او نهي عن المنکر د اړتیا، اهمیت او ګټورتوب او د درود شریف ویلو د اړتیا او ارزښت په هکله د آیاتونو او روایتونو په استناد سره خبرې وکړې او د دغې غونډې د جوړولو موخه یې د روح وېښتابه او د معنوي پوهاوي لوړول وبلل.

دغه سمینار د اسلامي ټولنو په ځانګړې توګه د فلسطین مظلوم ولس د بریا لپاره د دعا په ویلو سره پای‌ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu