د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د IOC شرکت د رئیس سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور " نن د غرمې مخکي د خپل کار په دفتر کې د IOC شرکت رئيس ښاغلي فضلالرحیم او مل پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د IOC شرکت رئيس په افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا انرژي د تولید په موخه د پانګونې لیوالتیا څرګنده او زیاته یې کړه چې غواړي په افغانستان کې ۱۰۰ میګاواټه د برېښنا انرژي د ډبرو سکرو څخه تولید کړې.
په ورته وخت کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د IOC رئيس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه،او سمهال په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او افغانستان د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې ډېرې زېرمي لري او مونږ ټولو کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې زمینه چمتو کوو.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لیوالتیا د برېښنا انرژي د تولید په برخه کې ډېره شوې ده.
