د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د نورستان ولایت له والي او د هغه ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د نورستان ولایت له والي ښاغلي محمد آغا حکیم، د نورستان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي محمد علي فاروقي او د هغه ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
په یاده لیدنه کې، د نورستان ولایت والي او مشرانو د اوبو او برېښنا د پراختیایي پروژو په برخه کې د خلکو اړتیاوې یادې کړې او د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ چې د نورستان ولایت د پاتې پروژو د تطبیق او د هغوی د کار د بیا پيل په موخه به تخنیکي ټیم موظف کړي، ترڅو پروژې له نږدې و څېړې.
همدارنګه ښاغلي منصور په دې ناسته کې د نورستان والي او مشرانو ته د همکاري د ژمنې په څرګندولو سره،یادونه وکړه چې د دغه ولایت په مرکز کې د برېښنا پروژه هم د راتلونکي کال لپاره د وزارت په پلان کې شامله شوې ده او په راتلونکي کې به یې کار پیل شي.
