د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هېواد د ادیف خیریه بنسټ له مسئولینو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۵:۱۳
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د ادیف خیریه بنسټ له مسئولینو سره وکتل او د ګډو همکاریو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د نوموړي بنسټ مسئولینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د دیني برنامو د پیاوړتیا په برخه کې ددوی د همکاري او لیوالتیا څرګندولو ستاینه وکړه.

په ورته مهال، د ادیف خیریه بنسټ مسئولینو هم د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ته د دیني مدرسو، دارالایتامونو، جوماتونو او نورو عام المنفعه برنامو د پیاوړتیا په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د اوبو او انرژي وزارت د جومات د بیارغونې پروژه هم د نوموړي بنسټ له لوري پلي شوه او همدارنګه، د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د خاتم الانبیاﷺ دارالایتام ودانۍ هم څه موده وړاندې د یاد بنسټ په همکاري د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر له لوري پرانیستل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu