د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، ملا عبداللطیف منصور په کندهار ولایت کې د یاد ولایت د ځینو چارواکو سره و لیدل
لومړی یې د مولوي فیصل، د لغمان ولایت امنیه قومندان سره په موجوده حالاتو او پرمختګونو خبرې و کړې وروسته یې د قندهار ولایت د اوبو لګولو له نوي رئیس ښاغلي مولوي سید شرافت او پخواني رئیس انجنیر توریالي محبوبي سره لیده کاته وکړل. د فتوحاتو د مبارکي تر څنګ یی
نوموړو ته د کارونو د ښه پر مخ بیولو او دقیق تفتیش او څارنه کولو ته متوجه کړل.په مجلس کې د سرک او بندونو د جوړولو خصوصي شرکت رئیس حاجي عطاءالله هم موجود وو.
وروسته محترم وزیر صاحب د شاه ولیکوټ ولسوالی د دهله بند څخه لیدنه وکړه او هلته یی له مسئولو کسانو سره په شته ستونزو او د هغوی په حل او د اوبو په ارزښت باندې خبرې وکړې او مسئولین یی د بندونو ساتنې ته متوجه کړل او ډاډ یی ورکړ چې ان شاء الله تعالی په اینده کې به هر چاته ته د هغو د ضرورت مطابق او لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره سم اوبه ورکول کیږي بې عدالتي به نه وي لکه د تیرې فاسدې ادارې.
