د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د غور ولایت له والي سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د غور والي ښاغلي مولوی احمد شاه دین دوست سره وکتل.
په دې لیدنه کې دغور ولایت په اجتماعي حالاتوپه خاص ډول په یاد ولایت کې د بريښنا فابریکو جوړولو او خلکو ته د کار زمینې برابرولو په لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې لیدنه کې دغور والی ښاغلی مولوی احمد شاه دین دوست لخوا غور ولایت ته د دې وزارت د یو فنی او تخنیکي هیئت استولو غوښتنه وکړه ترڅو په یاد ولایت کې د اوبو لګونې او بريښنا تولید پروژو سروې ترسره کړي.
د ښاغلي منصور لخوا یاد ولایت ته د یو تخنکی هیئت لیږلو وعده وشوه چې په ډیر کم وخت کې به یاد ولایت ته سفر وکړي.
د یادونې وړ ده چې په یوه بله ناسته کې ښاغلي منصور د پکتیا ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوی عزیزالرحمن منصور سره د یاد ولایت په هر اړخیزه مسائیلو بحث وکړ او په یاد ولایت کې يي د اوبو لګونې او بريښنا ستونزو د رفع کولو په اړه ډاډ ورکړ.
د اوبو او انرژي وزارت
