د اوبو او انرژي وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د بودجې د څېړلو او له هغې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې لارو، چارو په هکله د دغه وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۵:۴۷
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دغه وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، سلاکارانو او عمومي رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د بېلابېلو موضوعاتو لکه: په ۱۴۰۳ مالي کال کې د وزارت د عادي او پراختیایي بودجې، د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو د وضعیت، د پروژو لومړیتوب بندي او له پراختیایي بودجې څخه د غوره او اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه د بنسټیزو لارو، چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې د هرې موضوع په هکله په مفصله او هر اړخیزه توګه بحث وشو او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ټینګار وکړ، چې د دغه وزارت د پروژو شمېر ته په کتو سره زمونږ بودجه محدوده ده، له همدې کبله اړینه ده، چې زمونږ ډېر پام پر هغو پروژو باندې و اوسي، چې د ډېر لومړیتوب او ارزښت درلودونکې وي؛ ترڅو وکولای شو له لږو امکاناتو څخه تر ټولو ډېره ګټه پورته کړو او په هېواد کې د انرژي او اوبو د مدیریت د پراختیا په برخه کې ترټولو غوره لاسته راوړنې ولرو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم فاریاب ولایت کې سروي ترسره کړه.

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست په همغږي د خواجه  سبزپوش او دولت‌ آباد ولسوالیو د چیچکتو، پته‌ بابا، شوردریا، قوزي بای‌ قلعه او خشت‌ پل استېشنونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

غزنې ولایت کې د زنخان بند د کنټرولي دروازو ترمیم بشپړ شو.

 د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم د زنخان ولسوالي اړوند د زنخان بند کنټرولي دروازې په اساسی توګه ترمیم کړې، چې له امله به یې د سیلابونو مخنیوي او د بند ساتنه وشي.

بیرته تګ

User account menu