د اوبو او انرژي وزارت د یو شمېر کارمندانو لپاره د "وخت مدیریت" تر سرلیک لاندې ښوونیزه برنامه ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۴:۴۹
1

دغه ښوونیزه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د وخت د ارزښت  په موخه د کارمندانو د پوهاوي او د هغه د لا غوره مدیریت لپاره د اړینو مهارتونو د زده کولو په موخه ترسره شوه.

په دغه ښوونیزه برنامه کې چې د بېلابېلو ریاستونو نږدې ۲۰ تنه کارمندانو ګډون درلود د وو ورځو لپاره د وخت د مدیریت په هکله به اړینې زده کړې تر لاسه کړي چې د چارو  د ښه والي او د کاري اجراآتو د چټکتیا په برخه کې  به اړین او اغېزمن وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu