د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي د بنسټ غوره والی او پراختیا

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۶:۲۶

د معلوماتي ټکنالوژي ریاست د خپل سټراتیژیک پلان ته په کتو سره په پام کې لري چې د معلوماتي ټکنالوژي د پراختیا او ودې په موخه په اوبو او انرژي وزارت کې د هغه د رول د غوره والي او چټکتیا لپاره د وزارت د مرکزي ریاستونو او سیندیزو حوزو د کاري برخو لپاره د  (Intranet) شبکې رامنځته کړي.

پلان ته په کتو په لومړي قدم کې د سیندیزو حوزه د انټرنټ وېش په بودجه کې د سپما او رنټیا په موخه کنټرول کړي.

د امارتي افغان تیلي کام شرکت سره د اووه میلیونه او ته سوه زره7,800,000 افغانیو په ارزښت

د (2 STM ) انټرنټ په قراردادولو  او د ۱۴ سیندیزو حوزو لپاره د انټرنټ په چمتو کولو سره دې چارې ته بریالی شو، د یادونې وړ ده، چې پر نوري فایبر کیبل باندې د نورو سیندیزو حوزو سره د نښلولو لپاره  چې تر اوسه پورې له شبکې سره نه دي نښلول شوې، کار جریان لري.

همدارنګه د معلوماتي ټکنالوژي ریاست په بودجه کې د سپما په موخه، د (SIP Station) مرکزي سیسټم په وزارت  کې رامنځته کړ، چې د دغه سیسټم په واسطې سره د داخلي شمېرو( ۴ شمېریزه) په IMS ټلیفونونو کې فعال کړي چې د وزارت د ننه اړیکې د دغه سیسټم په واسطه وړیا دي او له پلان سره سم د (Intranet) شبکې په رامنځته کولو سره په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې نوموړی سیسټم د ټولو سیندیزو حوزو لپاره فعال کړي، چې په دې کار سره د مرکزي ریاستونو او سیندیزو حوزو ترمنځ اړیکې وړیا کېږي او په کنټرول کې د آسانتیاوو او د شبکې د امنیت د لوړېدو او په بودجه کې د سپما لامل ګرځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۲۰:۵۱
Background image

په اوبو او انرژي وزارت کې د قرآن عظیم الشان ختم وشو.

۱۱/۹/۱۴۰۴ ه ش

د وزیرصاحب د روغتیا موندنې دشکرانې په پار د اوبو او انرژي وزارت کې

 د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم د اوبو او انرژي  وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، مولوی  محمد نقیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۳۸
Background image

په خوست ولایت کې د اوبو سرچینو سروې او معلومات را ټول شول.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم  لخوا د ۷ هایدرومیتورولوژي استیشنونو او ۳۸ څارنیزو خصوصی څاګانو خام معلومات راټول شول ، همداراز د مرکز په شمول د ټینو او ګربزو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۴
Background image

د بامیان ولایت مرکز کې د حمامونو څارنه ترسره شوه.

د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د څارنې ټيم ددغه ولایت په مرکز کې د ۶ بابه حمامونو څارنه وکړه.

یاد ټیم د حمامونو خاوندانو ته د اوبو په استعمال کې د سپما په هلکه اړینې لارښوونې. . .

بیرته تګ

User account menu