د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس د سرپل له والي سره وکتل.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۰:۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم الحاج محمد حارث زرمتي او ورسره مل ټیم د سرپل له والي محترم الحاج محمد یعقوب عبدالرحمن اکه سره وکتل او د برېښنا د پروسې د ورکړي او پر هغه شرکتونو باندې چې په دغه ولایت کې د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې فعالیت کوي د برېښنا انرژي د قانون د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس وویل چې په هېواد کې د برېښنا تنظیم او د کمیت او کیفیت تضمین د برېښنا خدمتونو د تنظیم د عمومي ریاست له وظیفوي صلاحیتونو واکونو څخه دی او دغه ولایت ته د خپل سفر موخه د برېښنا رسونې شرکتونو ارزونه او پېژندنه وبلله.

د سرپل والي د اوبو او انرژي وزارت لېږل شوي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، له شکه پرته په هېواد کې د برېښنا رسونې شرکتونو ثبت او راجستر کولای شي چې په افغانستان کې په یوه عایداتي سرچینې بدله شي او د سرپل ولایت رهبري د شرکتونو د ثبت او راجستر په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.

همدارنګه، د اوبو او انرژي وزارت لېږل شوی پلاوی او ورسره مل د سرپل ولایت د ښاروالي، صنعت او سوداګري او برېښنا مسؤلینو د بېلګې په توګه د سرپل په ښار کې د یو شمېر مارکیټونو څخه لیدنه وکړه او ځینې مارکیټونو چې جنراتوري او سولري سیسټمونه درلودل ورته سپارښتنه وشوه چې ډېر ژر دې خپل سولري او جنراتوري سیسټمونه قانوني کړي او د اوبو او انرژي له وزارت څخه د فعالیت جواز تر لاسه کړي.

په پای کې د سرپل ولایت د نوموړو ریاستونو مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت له لېږل شوي پلاوي سره ژمنه وکړه که چېرې په سرپل ښار او ولسوالیو کې  جنراتوري شبکې یا اوبیزې او سولري سیسټمونه یې ترسترګو شي ورته به د قانوني کېدو سپارښتنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

بیرته تګ

User account menu