د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت د همغږي ناسته ترسره شوه.

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۰:۴۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت کې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د 10/1/1444 نیټې  د دوهمې ګڼې مصوبې د پلي کیدو په پار د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې د همغږي ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارت اوبو سکتور د رئيسانو په ګډون ترسره شو.

په دې ناسته کې، د کابینې د پریکړې په هکله د هېواد د اوبو د مدیریت په اړه لکه څښآک اوبو ته د خلکو لاسرسۍ، د اوبو سرچینو مدیریت،  د اوبو قانون تر چتر لاندې د اوبو او انرژي پروژو پلي کول او دې ورته یو شمېر اړوند موضوعګانو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

همدارنګه په دې هکله ټولو ریاستونو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د یادو موضوعګانو تخنیکي توضیحات په بشپړه توګه د اوبو له معینیت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۲۳
Background image

پنجشیر ولایت کې د هایدرولوژيکي اسټېشنونو د ساتندویو دیوالونو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پنجشیر د اوبو او انرژي ریاست خبر ورکړی چې د نږدې خاواک، خاواک ،پریان او کرامان، دره ولسوالیو کې د هایدرولوژيکي اسټېشنونو د ساتندویو دیوالونو د جوړولو پروژه بشپړه شوې.

یاده پروژه چې ۲. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۸
Background image

غزني ولایت کې د برېښنا خصوصي شرکتونو د فعالیتونو ارزونه وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت تخنیکي ټیم د غزني ولایت د درېیو خصوصي شرکتونو (عمري، تمدن غزني، شاه میر) څخه د برېښنا رسولو په برخه کې څارنه او ارزونه وکړه.

په ارزونه کې ټینګار. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د قرغزستان له لوړپوړو چارواکو سره مهمه ناسته ترسره کړه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین او ورسره پلاوي د قرغزستان د انرژي وزارت له مرستیال وزیر سره رسمي لیدنه وکړه. په دې ناسته کې د انرژي معیین افغانستان د سیمه ایزو پروژو د نښلون لپاره. . .

بیرته تګ

User account menu