د اوبو او انرژي وزارت د انرژی معین د     Yellow River Engineering Consulting Co, Ltdشرکت له استازي سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۱۱:۲
1

ښاغلی مولوي عارف الله عارف د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې Yellow River Engineering Consulting Co, Ltd شرکت له مسؤل سره لیدنه وکړه او په هېواد کې د سولري برېښنا پروژو په پلي کیدو باندې بحث او دنظر تبادله وکړل.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د Yellow River Engineering Consulting Co, Ltd شرکت مسؤل ښاغلي مستر چنګ ته ښه راغلاست وویل او یادونه یې و کړه چې، اوس په افغانستان کې د انرژي پروژو د تطبیق لپاره زمینه چمتو شوي ده او مونږ ټولو کورنیو او بهرنیو پانګه والو  ته د انرژي پروژو د تطبیق په برخه کې د پانګونې زمینه چمتو کوو.

 په ورته وخت کې، Yellow River Engineering Consulting Co, Ltd شرکت مسؤول په کابل کې د ۱۰۰ میګاواټه سولري برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د پانګونې لیوالتیا په هېواد کې د انرژي پروژو د تطبیق په برخه کې ډېره شوي ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۲۸
Background image

د جوزجان ولایت د قوش ‌تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د پروژې تړون د څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت لاسلیک شو.

 

۲ / ۱۰ / ۱۴۰۴

د جوزجان ولایت قوش تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د سترې پروژې تړون، څه د پاسه  ۱.۸ میلیاردو افغانیو (۲۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو معادل) په مجموعي ارزښت ، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۹:۴۱
Background image

درنو هېوادوالو!

په څو شېبو کې به د اوبو او انرژي وزارت او سټیټ کارپس شرکت تر منځ د ٢٨.٤   میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت  قوش تیپې او درزآب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې د تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د شاهي کانال پروژې ساختماني چارو له روان بهیر څخه  لیدنه او څارنه وشوه.

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشدي په مشرۍ تخنیکي ټیم الینګار ولسوالي کې  د شاهي کانال له روانو کارونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په ساحه کې کندن‌ کاري او ( پي، سي، س. . .

بیرته تګ

User account menu