د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د دغه وزارت رئيسانو، سلاکارانو او کارمندانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۶:۳۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اميرالمؤمنين حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ د دغه وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالهادي یعقوب یې د دغه وزارت رئيسانو، سلاکارانو او کارمندانو ته ور وپېژاند.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه وزارت د انرژي معین په پېژاند غونډه کې د انرژي سکتور د ارزښت په هکله په هر اړخیزه توګه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې اوسمهال د انرژي د سکتور پراختیا ته په هېواد کې تر ټولو اړینه او بنسټیزه اړتیا ده.

ښاغلي منصور په دغه غونډه کې یادونه وکړه، چې که څه هم په دې وروستیو کې د دغه وزارت له لوري د انرژي د پراختیا په برخه کې ښې کړنې ترسره شوې، خو په هېواد کې د انرژي سکتور حیاتي ارزښت ته په کتو سره اړتیا ده، چې د دغه سکتور پر پراختیا باندې لا زیات کار وشي.

په ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو رئيس محترم مولوي امدالله منصور د افغانستان د اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د انرژي د نوي معین کړنې وستایلې.

همدغه راز، د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز د اميرالمؤمنين حفظه‌الله تعالی حکم د نوموړي په هکله د دغه وزارت د انرژي د معین په توګه د رئيسانو، سلاکارانو او کارمندانو په شتون کې ولوست او هغه ته یې په هېواد کې د انرژي سکتور د پراختیا په برخه کې د مسؤلیتونو په ترسره کولو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې محترم ملا عبدالهادي یعقوب د اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د پام وړ کړنې ترسره کړې او تر دې مخکې یې د کندهار ولایت د ټولګټو  د رئيس په توګه دنده ترسره کوله او اوس د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت د انرژي د معین په توګه ټاکل شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu