د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم او ورسره مل د چین هېواد د سفارت اقتصادي قونسل د باغدرې بند څخه د لېدنې په موخه د کاپیسا له والي سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۵۹
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم او ورسره مل د چین هېواد د سفارت اقتصادي قونسل ښاغلي ماجینګوانګ، د MCCT/JCL او MJAM شرکتونو رئيسانو او مل پلاوي د کاپیسا له والي محترم قاري احسان الله بریال او مرستیال والي محترم شیخ اسدالله سنان سره د باغدرې بند څخه د لېدنې په موخه وکتل.

نوموړو مسؤلینو د کاپيسا له والي سره تر لېدنې وروسته د باغدرې له بند څخه د اوبو او انرژي وزارت او نوموړي شرکت ترمنځ د همکاري د هوکړه لیک د الزامي کولو په موخه لیدنه وکړه.

ټاکل شوې ده، چې  د اوبو او انرژي وزارت او د نوموړي شرکت ترمنځ د باغدرې بند د جیوتخنیک، جیوفزیک او هایدرولوجیکي مطالعاتو د پيل په موخه هوکړه لیک لاسلیک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu