د اوبو او انرژي وزارت او د عزیزي انرژي شرکت ترمنځ په افغانستان کې د انرژي په پروژو کې د ۱۰ میلیارد ډالرو د پانګونې تفاهم‌لیک د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په شتون کې لاسلیک شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۳:۴۳
1

دغه تفاهم‌لیک( نن شبنه د ۱۴۰۴ هـ ل کال د زمري میاشتې په ۱۱ نېټه) د ۱۰ میلیارد آمریکایي ډالرو په لګښت د انرژي پروژو د پراختیا په موخه د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا په ټولیزه وړتیا، د حکومت د رسنیو په مرکز کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د عزیزي شرکتونو ډلې د عمومي رئيس محترم میرویس عزیزي له لوري لاسلیک شو.

د دغه تفاهم‌لیک د لاسلیکولو په مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د کابینې یو شمېر غړو، د افغانستان اسلامي امارت ګڼ شمېر لوړ پورړو مسؤلینو او ملي او نړیوالو رسنیو شتون در لود.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه تفاهم‌لیک لاسلیکول په هېواد کې د انرژي امنیت د تحقق، وارداتي برېښنا باندې د تکیې کمولو او د پایداره اقتصادي ودې د ملاتړ په برخه کې یو مثبت ګام و باله.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې د افغانستان د اسلامي امارت مسؤلین شپه او ورځ په بشپړ رښتینولۍ سره د هېواد د آبادۍ او پراختیا لپاره هڅې کوي، او په دې برخه کې د خصوصي پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو کړې ده.

په ورته مهال، میرویس عزیزي د عزیزي شرکتونو د ډلې عمومي رئيس د دغه تفاهم‌لیک لاسلیکول په هېواد کې د انرژي او اقتصادي پراختیا په برخه کې یو مثبت ګام وباله.

له بلې خوا، د عزیزي انرژي شرکت تخنیکي مسؤلینو د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې په مفصله توګه د انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه، چې په دغو پروژو کې د حرارتي برېښنا تولید د فابریکو او ورسره د لېږد او وېش رامنځته کول لکه د( ډبروسکرو او ګاز)، اوبیزې، بادي او لمریزې شاملې دي، او د افغانانو لپاره به ګڼ شمېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه تفاهم‌لیک پر بنسټ، دواړه لوري به د امکان سنجي مطالعاتو، پانګونې د جذب، د پروژو ترسره کولو او تخنیکي زده کړو په برخو کې همکاري وکړي. د عزیزي انرژي شرکت د مالي او پروژو ترسره کولو مسؤلیت په غاړه لري، په داسې حال کې چې د اوبو او انرژي وزارت د پانګونې چارو آسانوونکی او د اړوندو بنسټونو سره همغږي کوونکی وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu