د اوبو او انرژي وزارت او ترکمنستان هیواد د لوړ پوړې پلاوي ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور"، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ښاغلي حافظ محمد امین، د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس ښاغلی انجنیر صفی الله "احمدزی" ، د برېښنا شرکت تجارتي رئيس ښاغلی مولوي عبدالرحمن "رحماني" ،د ترکمنستان هیواد د انرژي نړیوالو پروژو رئيس ښاغلي مراد ارتیکوف، په کابل کې د ترکمنستان سفیر ښاغلي عوضوف او د دواړو هیوادونو د یو شمېر چارواکو ترمنځ ترسره شوه.
په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو په ځانګړي ډول د نور الجهاد سبسټېشن د جوړولو پروژې، د ټاپ پروژې د تطبیق، کابل ته د کرکي- اندخوی د برېښنا د مزي د انتقال او افغانستان ته د برېښنا د صادراتو د زیاتوالي په اړه د همکاریو پر پراختیا بحث او دنظرونو تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور "د ترکمنستان هیواد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دوی د دوامداره همکاریو له امله یې مننه وکړه او د یادو پروژو پر دوام او تطبیق یې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د ترکمنستان لوړ پوړو چارواکو د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ته د دغه هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د نور الجهاد د سبستیشن پروژې د قرارداد پر وروستي کیدو او د ټاپي پروژې پر تطبیق باندې کار وکړې.
په پای کې دواړو لوریو توافق وکړ تر څو د دواړو لوریو تخنیکي کمېټې د یادو پروژو پر پلي کیدو باندې کار وکړې او په راتلونکي کې ګډې همکاري پراخې کړي.
