د اوبو او انرژي وزارت اوبو معین په ترکیې هېواد کې د بېلابېلو ترکي ودانیزو شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۵۲
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندازده او ورسره مل پلاوي ترکیې هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي هېواد په پلازمینه انقره کې د  هایدرو ډيزاین، بارسو، سوایش او بیتیک ترکي ودانیزو شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل او په افغانستان کې د پانګونې او د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې د هغوی د کاري تجربو شریکولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د هایدرو ډیزاین شرکت مسؤلینو او تخنیکي کارمندانو د خپلو کاري تجربو په هکله د اوبو محترم معین او مل پلاوي ته اړین معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د اوبو په تنظیم او ډیزاین برخه کې یې یو شمېر پروژې په افغانستان او اروپایي هېوادونو کې پلي کړې دي. نوموړي شرکت په افغانستان کې د کجکي بند تحلیلي او زمینداور کانال د ډیزاین سربېره ځينې نورې پروژې هم ډيزاین کړې دي.

همدارنګه، د بارسو، سوایش او بیتیک شرکتونو مسؤلینو د اوبو له محترم معین سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې او د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې خپلې کاري تجربې شریکې کړې.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د اوبو محترم معین او ورسره مل پلاوي ترکیې هېواد ته د خپل سفر په ترڅ  کې د کجکي بند لپاره د جوړوېدونکو دروازو جوړولو له بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ، په انقره کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر سره هم کتلي او په افغانستان کې د اوبو پروژو د تنظیم په برخه کې د ترکي او نورو هېوادونو د پانګوالو لپاره د آسانتیاوو برابرولو په هکله هم خبرې، اترې کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu