د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هلمند ولایت ته ورسېدۀ.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۹:۳
1

د افغانستان  اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د هېواد ولایتونو ته د خپل  روان سفر په ترڅ کې نن د هلمند ولایت ته ورسېدۀ.

نوموړي د یاد ولایت له والي مولوي صاحب عبدالرحمن، د هلمند د سیندیزې عمومي حوزې رئیس مولوي عبدالهادي هادي، د هلمند د فرعي سیندیزې حوزې له رئیس حاجي قائم صاحب او د یادې حوزې له کارمندانو سره ناسته وکړه.

دوی د هلمند د ولایت په عمومي وضعیت په تېره بیا د هلمند د انرژي سکتور، د کجکي بند د دوهم فاز ،  د یاد بند د پرچاوې په لوړولو او د هرې ولسوالي لپاره د یوۀ ، یوۀ چکډم په جوړولو باندې خبرې، اترې او د نظرونو تبادله وکړه. محترم وزیر صاحب وویل چې مونږ د خپل هیواد او خلکو خدمت ته ژمن یو او یادو مسئولینو ته یې ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو او متوازن انکشاف د اصل په پام کې نیولو سره به د دوی د ستونزو  د حل په موخه اړین او شوني اقدامات وشي.

غونډه د شرعي نظام د استحکام  او د هیواد د لا زیاتې سمسورتیا په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم فاریاب ولایت کې سروي ترسره کړه.

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست په همغږي د خواجه  سبزپوش او دولت‌ آباد ولسوالیو د چیچکتو، پته‌ بابا، شوردریا، قوزي بای‌ قلعه او خشت‌ پل استېشنونو. . .

بیرته تګ

User account menu