د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ګلبهار/ پنجشیر بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۶:۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل د پروان ولایت مرستیال والي محترم مفتي محمد ادریس انوري، د اوبو او انرژي وزارت یو شمیر رئیسانو او د پروان او کاپیسا ولایتونو د سیندیزو فرعي حوزو رئیسانو د ګلبهار/ پنجشیر بند له سیمې څخه لیدنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي بند له سیمې څخه د لیدو پر مهال د یاد بند د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، چې د نوموړي بند په جوړیدو سره به د اوبو د مدیریت او د برېښنا پر تولید برسیره د پروان او کاپیسا ولایتونو د حقابو ستونزه هم هواره شي او همدارنګه یاد بند به د کابل ولایت د څښاک اوبو په چمتو کولو کې هم رغنده رول ولري.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ګلبهار بند څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې ددغه بند د بودجې د تمویل لپاره هڅې روانې دي، ترڅو په راتلونکي کې ددغه بند د جوړیدو چارې پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د ګلبهار/ پنجشیر بند د ۴۹۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۱۱۶ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د نوموړي بند په جوړیدو سره به ۷۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د پروان او کاپیسا ولایتونو د کرنیزو اوبو د کمښت ستونزه هواره او د کابل ولایت د څښاک اوبو زیاته برخه هم چمتو شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu