د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د عوفي بهرام شرکت له مسؤلینو او د هغه له بهرنیو شریکانو سره د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۶:۴۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د عوفي بهرام شرکت له مسؤلینو او د هغه له بهرنیو شریکانو د یمن، ترکیې او ندونیزیا هېوادونو له اوسېدونکو سره لیدنه وکړه او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله یې خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر یادونه وکړه، چې له نیکه مرغه په افغانستان کې له کلونو جګړو او ستونزو وروسته، اوسمهال د هېواد په ټولو برخو کې یو اسلامي شرعي نظام حاکم شوی او د افغانستان د آبادي او پراختیا په موخه د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې ده. هغه دغو پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې د پانګوالو مال او ځان خوندي دی او په دغه هېواد کې د پانګونې لپاره اړینې وړتیاوې شتون لري.

په ورته مهال، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو هم په افغانستان کې د بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید او د اوبو رسولو د پروژو په برخه کې پانګونې ته د لېوالتیا په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې د افغاني انجنیرانو د تخنیکي زده کړو په برخه کې به هم له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د جوي سرای ولسي تحکیماتي پروژه پیل شوه.

 

د «جوي سراي» ولسي تحکيماتي پروژه، چې موخه یې  د آمو سيند د فرعي اوبو چينل بندول دي، د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي د جوي سراي کلي کې د ولسوالي د مسؤولینو، د تحکيماتو آمريت، قومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالی اړوند د شفلوغ بند ساختمانی چارو له بهیر څخه لیدنه وشوه.

 

د ارزګان د اوبو او انرژی ریاست رئیس مولوی خلیل الرحمن عمری او ورسره مل تخنیکی پلاوي د یاد بند د رغنیزو چارو له بهیر څخه له نږدی لیدنه ترسره کړه

د یاد بند رغنیزی چاري د ارزګان ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

بیانیه اصلاحی و ارشادی؛ توسط شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی در وزارت آب و انرژی ایراد شد

 

بیانیه اصلاحی و ارشادی توسط محترم شیخ‌القرآن و الحدیث خلیفه صاحب محمد شفیق فضلی، مهتمیم مدرسه انوار العلوم ارغندی، امروز پس از ادای نماز ظهر در مسجد شریف وزارت آب و انرژی در حضور. . .

بیرته تګ

User account menu