د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دایکندي له والي سره وکتل
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور نن د خپل کار په دفتر کې د دایکندی له والي محترم مولوي صاحب امان الله سره وکتل.
په یاده کتنه کې د دایکندي والي وویل چي پخپل ولایت کې یې د برښنا د تولید یوه له کاره لویدلي دستګاه په ډیر کم مصرف سره بیرته فعاله کړې؛ چې ۱۰۰ میګاواټه برښنا تولیدوي او د نیلي ښار او سیدونکو ته توزیع شوې ده، والي صاحب وویل چې د دې لپاره چې یاده برښنا کلیوته توزیع شی، مونږ له وزارت څخه د پایو غوښتنه کوو؛ همدا راز والي صاحب له وزیر صاحب څخه غوښتنه وکړه چې د فراه ولایت د بخش آباد بند کارته د لومړیتوب حق ورکړل شی.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر صاحب د دوی له ترسره شووکارونو څخه خوښي څرګنده کړي او د دوي د غوښتنو په اړه یې وویل چې ستاسو د غوښتنو د پوره کولو لپاره به اړونده اداروته لازم هدایات ورکړي
