د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بامیان والي او د چین هېواد د سفیر په ملتیا بامیان ولایت کې د لمریزې برېښنا د پروژې له سیمې څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په بامیان ولایت کې د لمریزې برېښنا د پروژې له سیمې څخه لیدنه وکړه او د دغې لیدنې موخه یې د دغې پروژې د پلي کولو لپاره د زمینې چمتو کول وبلل.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پروژې د سیمې څخه د لېدنې پر مهال وویل، چې د پروژې لومړني مطالعات مخکې ترسره شوې او اوس ټاکل شوې ده چې دغه پروژه د چین هېواد په بلا عوضه مرسته پلي شي.
په ورته مهال، د بامیان والي وویل چې د بامیان خلک برېښنا ته ډېره اړتیا لري، له همدې کبله تمه ده، چې د دغې پروژې چارې ډېر ژر پیل شي.
په ورته مهال، د چین سفیر ډاډ ورکړ، چې د چین هېواد به د دغې پروژې پلي کولو ته ژمن وي.
د یادونې وړ ده، چې د لمریزې برېښنا دغه پروژه به د ۲۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا ولري، چې په پلي کېدو سره به یې برېښنا ته د لاسرسي په برخه کې د بامیان د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.
