د اوبو اوانرژي وزارت د اوبومعین د ترکیې له آبیارۍ او اوبو رسولو له مسولینو سره وکټل
نن د اوبو او انرژي وزارت مرستيال محترم ښاغلي مجیب الرحمن عمر( آخندزاده )او ورسره مل پلاوي ترکيي هیواد ته دسفرپه ترڅ کې د اوبو رسولو او آبیارۍ لویو ریاستونو له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل،
د کتنې په پیل کې د ترکيې هيواد د زراعت او ځنګلونو معین ، افغان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ترکيې او افغانستان د ښو اړیکو او دیاد وزارت لخوا افغانستان سره د تېروڅو کلونو په موده کې دهمکاریو ته په اشارې سره ژمنه وکړه چي، دوی به خپلوهمکاريوته دوام ورکوي ښاغلي عمر آخندزاده د ترکيي چارواکو څخه په مننې دافغانستان او ترکيي هیواد دتيروخپلمنځي ښو اړيکو يادونې ترڅنګ يې دوامداره ښې اړيکې د دواړو هیوادونو په ګټه وبللې، اوهمدارنګه افغانستان ته د ترکيي پانګوالو د جذبولو، د افغانستان د اوبو د مدیریت په برخه کې د تخنیکي همکاریو غوښتنه وكړه، او د اوبو انرژۍ وزارت اوبو معينيت اداري جوړښت په اړه يي معلومات ورکړل
په پای کی د دواړو لورو له خو د يادو وزارتونود نژدی اړیکو ، لیدنواو د افغانستان اوبواوانرژۍ وزارت سره دخپلوتجربوشريکولو ژمنه وشوه ،
