د انرژي معینیت پلاوي د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره ګډه ناسته ترسره کړه
د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش د خپل کار په دفتر کې د پلازمېنې انرژي زون له آمر ښاغلي ملا سید علي همت او د انرژي معینیت د برېښنا د تولید انجنیر ښاغلي قسیم عطايې سره لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د کاپیسا ولایت په سطحه د انرژي کمېتې د بېرته احیا کولو په هکله خبرې وشوي، او همدارنګه د یاد ریاست یو شمېر انجنیرانو د پایدارې انرژي، د نوي کېدو وړ انرژي او د انرژي پروژو د سروې د څرنګوالي په هکله اړینې روزنې زده کړي.
ټاکل شوې ده، چې د کاپیسا ولایت په سطحه د انرژي کمېتې د بېرته احیاکولو وروسته، د بادي انرژي، لمریزې برېښنا، د برېښنا تولید، اوبو انرژي او د بایومس سیستم/ بایو ګاز د اوبو او انرژي وزارت اړوند چارې تر کار لاندې ونیول شي.
