د انرژي برنامو ریاست د نړیوالو اړیکو متخصص خپلو همکارانو ته ور وپیژندل شو
ښاغلی خلیل الرحمن خاکسار د انرژي برنامو ریاست د نړیوالو اړیکو د متخصص په توګه، د انرژي برنامو د رئیس انجنیر فرهاد محمودي، د برېښنا د مارکیټ حقوقي رئیس مولوي نورالله حکمت، د برېښنا د څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي حافظ کلیم او د انرژي زونونو د انسجام رئیس قاري شمس الرحمن جواد په شتون کې خپلو همکارانو ته ور وپیژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پیل کړه.
ښاغلي خاکسار تر دې وړاندې څو کاله د پوهنې په وزارت کې دنده ترسره کړې ده.
