د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئیس د جوزجان له والي سره وکتل

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۲:۲
۱

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئیس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار محترم انجنير سيدرحمن ځدراڼ جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل او د دغهٔ ریاست د مسؤلیتونو او راتلونکو پلانونو په ځانګړې توګه د آمو سیند د تحکیماتي چارو په تړاو اړین معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د جوزجان والي په دغه لیدنه کې د آمو سیند څنډو رئيس ته د بشپړې همکاري ژمنه ورکړه.

همدارنګه، ښاغلي نقي د جوزجان ولایت قرقين او خامياب ولسواليو ته سفر وکړ او  د سيمې خلکو، قومي مشرانو او د کلفت تحکیماتو سيمه ایز آمر محترم انجنیر صدیق سره وکتل او وروسته یې د آمو سيند د ویجاړ شوو څنډو څخه ليدنه وکړه.

ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو څو ورځو کې د دغه ریاست له لوري د جوزجان ولایت مقام او د سیمې د خلکو په همکاري د سیند چینلونو (څانګو) د بندولو چارې پيل شي، ترڅو سیند خپل اصلي مسیر ته وګرځول شي او د لا ویجاړیو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu