د آمو سیند غاړو د تحکیماتو د پروژې له چارو څخه څارنه ترسره شوه
د آمو سیند غاړو د تحکیماتو رئيس او وسره مل پلاوي د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالي په شیرخان بندر کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه او مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.
